شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرمپ د داعش او ښي لاسو سپين پوستو سختدريځو بریدونه بل ډول پرتله کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ د داعش او ښي لاسو سپين پوستو سختدريځو بریدونه بل ډول پرتله کوي

خبر:

 د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه بریدګر په اړه چې په نیویارک ښار کې یې خلک پر موټر ووهل سخت غبرګون وښود او په خپل ټوېټر پاڼه کې یې لیکلي و: «بریدګر ناروغ او لیونی دی.» دغه راز یې ژمنه وکړه هغه خلک چې امریکا متحده ایالتونو ته ننوزي د څارنې لپاره به یې کوټلي ګامونه واخستل شي.

 

د سه شنبې ورځ ناوخته یو لارۍ چلوونکی له دې څخه مخکې، چې د پولیسو په ډزو ټپي شي په نیویارک ښار کې یې خپل کرايي پیک اف موټر پر بایسکل سورو او پیاده خلکو وروست او لږ تر لږه اته تنه يې ووژل او ۱۱ تنه يې ټپیان کړل.

د نیویارک ښاروال بیل ډي بلاسیو دغه برید یو ډارن برید وښود، همدا راز پلټونکو دا یوه تروریستي پېښه وبلله.

کورني مطبوعاتي مرکزونو د قانون پلي کوونکو سرچینو ته په اشاره کې وویل: بریدګر سیف الله سایپو په موټر کې په پریښې یاداښت پاڼه کې له داعش او د ختیځ مدیترانې له ډلې سره خپله وفاداري څرګنده کړې وه.

د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي و: «داعش په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې ماته خوړلې. موږ باید دوی ته اجازه ورنه کړو، چې زموږ هیواد ته دننه شي.» نوموړي زیاته کړه: «ما د کورني امنیت د څار ادارې ته لارښوونه کړې، چې متحده ایالاتو ته د ننوتلو د څار پروګرام نور هم سخت کړي. دا پروګرام له سیاسي پلوه کومه ستونزه نه لري، خو له امنیتي پلوه باید په کره توګه وڅېړل شي.» (سرچینه: الجزیره خبري ویبپاڼه، ۲۰۱۷م د نومبر ۲ مه).

تبصره:

له نهمې پېړۍ راهیسې اسلام امریکا ته راغلی. په داسې حال کې، چې خلک له اروپا څخه د مذهبي تاوتریخوالي له امله د تېښتې په حال کې و او په نوې نړۍ کې یې ژوند پېلول غوښتل. څومره دردوونکې ده چې د امریکا متحده ایالاتو خلک له یوې ناوړه او کرغېړنې ټولنې ملاتړ کوي! څرنګه د هغه هېواد خلک چې د دېموکراسۍ سمبول دي یو داسې سطحي فکره او احمق سړی د خپل ولسمشر په توګه غوره کوي؟

د خالق له اجازې پرته هېڅوک د چا ژوند نه شي اخستلی، ځکه هغه یوازېنی پیدا کوونکی دی.

په هیواد کې د جنايي کړنو پر وړاندې د ټرمپ غبرګونونه توپيري دي، ځکه چې ټرمپ او د ده ملاتړو د امریکا په نیواډا ایالت کې ډله‌ییزې وژنې ونه غندلې او نه يې په اړوند ناخوښي څرګنده کړه. دغه غوسه او کرکه یوازې د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې ده.

د بالفور اعلاميي (Balfour Declaration) وروستۍ سلمه کليزه ښيي، چې په لوېديځ کې د توکم وژنې او ټولوژنې وحشي کړنې په دوامداره ډول په نا عادلانه توګه تر بحث لاندې نیول کېږي. برتانیا تر اوسه پورې پر خپل هغه خیانت او رول ویاړي، چې د فلسطین د مسلمانانو په ناروا ټولوژنه کې یې لوبولی او لا هم دوام ورکوي. دوی پر خپل خیانت او چل سترګې پټوي. دوی زموږ په هېوادونو کې زموږ د ماشومانو له وینې توېدنې څخه خوند اخلي. الله سبحانه و تعالی موږ په دې اړه خبر کړي یو:

 ﴿لَقَدْ جِئْنَاكُم بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ * أَمْ أَبْرَمُوا أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ * أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ﴾

ژباړه: په حقیقت کې موږ تاسې ته حق څرګند کړ، خو ستاسو ډېری له حق څخه مخ اړوي. دوی په خپلو منځونو کې پلانونه جوړ کړي دي، خو موږ یو، چې پلانونه پلي کوو. ایا دوی فکر کوي چې موږ د دوی رازونه او پټې مشورې نه اورو؟ په حقیقت کې موږ اورېدلي دي او زموږ پرېښتې د دوی کړنې لیکي.

[الزخرف: ۷۸-۸۰]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

محمد حمزه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې